
ایکنانیوز د پارس ټوډې فارسي څانګې له قوله راپور ورکړی، د قرآني ډیپلوماسۍ د بنسټ اجرائي مشر علیرضا تولایی» د تهران د قرآن کریم د درې دېرشم نړیوال نندارتون په څنډې کې وویل چې د ایران قرآني ډیپلوماسي د مسلمانانو ترمینځ د یووالي د پیاوړتیا لپاره یوه هدفمنه وسیله ده.
تولایی د دې بنسټ د موخو په تشریح کې وویل چې دغه بنسټ د قرآني ظرفیتونو او د ایران د قرآني سفیرانو د محبوبیت په مټ هڅه کوي چې په اسلامي نړۍ کې د ورورولۍ، سولې او مینې فرهنګ ټینګ کړي.
هغه زیاته کړه: قرآني ډیپلوماسي یوه هوښیاره او هدفمنده وسیله ده چې د مسلمانانو پر ګډو ارزښتونو لکه قرآن کریم او توحید تمرکز کوي او د اسلامي ورورولۍ د پیاوړتیا زمینه برابروي.
تولایی د ایران د قرآني سفیرانو سفرونو او ویناوو ته په اشارې سره وویل: ځینې ټولنې د دښمنانو او غولیدلو رسنیو تر اغېز لاندې د ایران د اسلامي هویت په اړه ناسم اخستون لري، خو د دغو لیدنو پر مهال ئې ولیدل چې د مسلمانانو ترمنځ ژور ګډ ارزښتونه شته.
تولایی وویل چې قرآني ډیپلوماسي یوازې فرهنګي ساحې پورې محدوده نه ده، بلکې د ملګرتیاؤ نورو برخو ته هم لاره هوارولی شي.
تولایی زیاته کړه: هغه فضا چې قرآن ئې رامنځته کوي، دا ظرفیت لري چې نورې ډیپلوماسۍ هم پیاوړې کړي، په دې شرط چې له قرآن سره تمسک د حرکت چورلیز وي.
قرآني ډیپلوماسي د اسلامي ګډو ارزښتونو پر بنسټ یو داسې لیدلوری دی چې په نړیوال ډګر کې د ایران یو فرهنګي او د خبرو اترو پر بنسټ انځور وړاندې کوي او د مسلمان ملتونو ترمینځ پر پيوستون ټینګار کوي.
https://parstoday.ir/fa/iran-i36102